د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس او مل پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز ښوونیزې چارې و ارزولې

news_admin
Tue, May 14 2024 10:49 AM
مرکز اصلاح

 

د دغه ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" او مل پلاوي تېره ورځ د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز له رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" سره ولیدل او د دې مر کز د ښوونېزو چارو په اړه یې ورسره بحث وکړ.

په ورته وخت کې، محترم مولوي سادات د نوموړي مرکز د دیني او عصري زده کړو له روان بهير څخه هم ارزونه وکړه او مسوولینو ته یې زیاته کړه:« د زندانونو  چارو د سمون ادارې کوښښ دا دی څو د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې ښوونیزو چارې لاغښتلې او په دې برخه کې باتجربه ښوونکي او روزونکي وروزي څو پر مټ یې محجوزین وکولی شي په راتلونکي کې له دلته ورکړل شوېو زده کړو او وړتیا څخه په ګټې اخیستنې سره خپلې کورنۍ او ټولنې ته د ښه خدمت جوګه شي.

همد اراز، نوموړي د دې مرکز له محجوزینو سره هم له نږدې ولیدل او له هغوی یې د دیني او عصري زده کړو په بهیر کې له ګډونه د خوښی ترڅنګ ورته د علم په ارزښت او اړتیا  ګټورې خبرې هم وکړې.

 

ذوالقعدة الحرام ۵/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS