د غزني ولایت په زندان کې د یو جومات د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

news_admin
Mon, May 13 2024 1:52 PM
ghazni

د یاد زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" په داسې حال کې چې د دغه زندان یو شمېر نور مسوولین هم ورسره وو، د یو لړ مراسمو پرمهال د نوموړي جومات د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښوده.

د محترم عادل په وینا، پر یاد جومات به یو مېلیون افغانۍ لګښت راځي چې د غزني ولایت د یوشمېر خیرو عامو اوسېدونکو له خوا ورکول کېږي او چارې به یې د دوو میاشتو  په لړ کې په ښه او معیاري ډول بشپړې شي.

د هغه په خبره، په دې جومات کې به په یو وخت کې سلګونه تنه لمونځ کوونکي ځایېږي.

 

ذوالقعدة الحرام/۴/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS