ولایتي خبرونه: (میدان وردګ، بامیان) د میدان وردګ ولایت د زندان نظامي مرسیتال په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د سید اباد او چک ولسوالیو د توقیفخونو څخه د ليدنې ترڅنګ، له مسوولینو سره یې پر اړوندو چارو خبرې وکړې.

news_admin
Sat, May 11 2024 3:07 PM
ولایتی

داراز، پلاوي د نوموړو توقیفخونو له توقیفیانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې او روا غوښتنې ترې له نږدې واورېدې او د حل په موخه یې ورته ‌ډاډ ورکړ.

همداراز، نوموړي پلاوي د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره په لیدنه کې د هغوی ښه خدمتونه وستایل او توقیفیانو سره پر ښه چلند یې ټینګار وکړ.

 

د یو بل خبر له مخې،  د بامیان ولایت د زندان ریاست ملکي او نظامي پرسونل ته یو ورځنۍ سیمینار جوړ شو

 

دغه سیمینار چې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د بشري حقونو برخې استازو له لورې د یاد ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل لپاره جوړ شوی وو  ګډونوالو ته د وړتیا لوړونې او د کارونو د ښه پرمخه وړلو په اړه معلومات وړاندې شول

داراز، د بامیان ولایت د زندان مسوولینو دا ډول پروګرامونه د ادارې د کارکوونکو د پوهې لوړونې په هدف غوره وبلل او ګډنوال یې وهڅول څو په غور سره په خپلو کاري چارو  کې ترې ګټه پورته کړي.

 

ذوالقعدة الحرام ۲/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS