ولایتي لنډ خبرونه: ( بامیان، ننګرهار، پکتیکا، میدان وردګ)

news_admin
Tue, May 07 2024 2:59 PM
ولایتی

بامیان:

د بامیانو ولایت د زندان مسوولینو تېره ورځ د ښاغلي بنجیمن کلراک په مشرۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه ماموریت (یوناما) د بشري حقونو د ولايتي برخې له پلاوي سره ولیدل او د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د خوندیتوب او پر نورو اړوندو موضوعګانو یې بحث وکړ.

داراز، یاد پلاوي د نوموړي زندان له زندانیانو سره هم لیدلي او د هغوی لپاره یې د وړاندې شویو ښو خدماتو او اسانتیاوو په موخه له مسوولینو د مننې ترڅنګ، له خپله اړخه هم ورسره د نورو مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ.  

 

ننګرهار:

د ننګرهار  ولایت د مرکزي زندان په توقیفخونه کې د یو جومات د جوړېدو چارې پیل شوې.

دغه جومات د یاد ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو او د یوشمېر ولسي وګړو په مالي لګښت جوړېږي.

د دې زندان د مسوولینو په وینا له دې وړاندې یې د دې توقیفخونې پرسونل لپاره جومات نه درلود، چې په خبره یې د نوموړي جومات په جوړېدو به یې دا ستونزه حل شي.

 

پکتیکا:

د پکتیکا ولایت د زندان امر  او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت له توقیفخونې د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي له یوشمېر توقیفیانو سره وکتل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی روا غوښتنو ته د رسېدنې او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

 

میدان وردګ:

د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګ د زندان مسوولین وایي، تېره ورځ په یاد زندان کې د ورزش د مینه والو زندانیانو او امنيتي پرسونل د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې، چې لومړۍ سیالي د زندانیانو لوبډلو په ګټه پایته ورسېده.

د یادو سیالیو موخه د زندانیانو روغتیا او سالمه بوختیا ده.

هېره دې نه وي چې د نوموړي ولایت د ورزشي مدیریت له لورې هم د ورزش یادو مینوالو لوبډلو سره د والیبال د جال، کپ او د توپونو مرسته وشوه.

 

شوال المکرم/ ۲۸/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS