د غزني ولایت د زندان د ملکي او نظامي پرسونل لپاره د موټر چلونې د مسلکي زده کړو کورس پیل شو

news_admin
Wed, May 01 2024 2:41 PM
غزنی

د غزني ولایت د زندان مسوولینو په هڅو او د دې ولایت د ټرافیکو مدیریت له لوري د نوموړي زندان د ‌موټر چلولو د برخې ملکي او نظامي پرسونل لپاره د مسلکي زده کړو کورس پیل شو.
د یاد ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" یاد مدیریت څخه د مننې ترڅنګ د پرسونل څخه وغوښتل چې په ډیرې لیوالتیا سره په دې کورس کې برخه واخلي څو یې پرمټ و کولی شي د ادارې له وسایطو څه ښه ساتنه او پالنه وکړي.
د دې ولایت د ټرافیکو مدیریت د مسوولینو په وینا د نوموړي  زندان پرسونل ته یادې  زده کړې د مسلکي استادانو له خوا ورکول کيږي او د دې دورې په بشړولو سره به زده کوونکو ته په اصولي ډول د موټر چلولو جوازونه هم ورکړل شي.

شوال المکرم ۲۲/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS