د میدان وردګ ولایت د زندان نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د سید اباد ولسوالۍ له توقیفخونې څخه لیدنه وکړه

news_admin
Sat, Apr 20 2024 3:00 PM
میدان وردک

تېره ورځ د میدان وردګ ولایت د زندان نظامي مرسیتال محترم مولوي عزیز الله "مستقیم" په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د سید اباد ولسوالۍ د توقیفخونې څخه د ليدنې ترڅنګ، له مسوولینو سره پر  اړوندو چارو خبرې وکړې.

داراز، پلاوي د نوموړي زندان له توقیفیانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې او روا غوښتنې ترې له نږدې واورېدې او د حل په موخه یې ورته ‌ډاډ ورکړ.

همداراز، نوموړي پلاوي د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په لیدنه کې د هغوی ښه خدمتونه وستایل او توقیفیانو سره پر ښه چلند یې ټینګار وکړ.

 

شوال المکرم ۱۱/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS