د پکتیا ولایت په زندان کې د پرسونل لپاره د قران کریم د ترجمې دوره پیل شوه

news_admin
Sat, Mar 09 2024 2:17 PM
پکتیا

دغه دوره، د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه او د یاد ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو چې د ادارې د تجربه لرونکو دیني عالمانو له خوا به پرمخ وړل کېږي، پیل شوه.

د پکتیا ولایت د زندان مسوولینو پرسونل ته د دې پروګرامونو د جوړولو موخه، د قران کریم په ترجمې د پوهې ترڅنګ، په دیني او اسلامي فکر او روحیې د دوی سمبالول يادوي.

همدا راز، د نوموړې دورې ګډونوالو د قران کریم د ترجمې د دورې پر پیلېدو خوښي وښوده او له مسوولينو څخه یې په دې زندان کې د دا ډول نورو ګټورو پروګرامونو د عملي کولو غوښتنه وکړه.

 

شعبان المعظم- ۲۷/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS