د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د خوست ولایت د روغتیا ریاست له مسوولینو سره ولیدل

news_admin
Tue, Mar 05 2024 10:32 AM
خوست

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ، پلاوي چې د ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث‎"سادات"، د کشف او اپراتیفي رئیس محترم مولوي عطامحمد "محمد" هم ور سره مل وو، د خوست ولایت د روغتیا ریاست له مسوولینو سره ولیدل او د دې ولایت له زندان سره د روغتیایي برنامو او ګډې همکارۍ په موخه یې ورسره خبرې اترې وکړې.
داراز، په دې لیدنه کې د خوست ولایت د روغتیا مسوولینو د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په ورتګ خوښي وخوده او نوموړي ته یې د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
شعبان المعظم ۲۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS