د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان د شپې لېسې له زده کوونګوڅخه کلنۍ ازموینې واخیستل شوه

news_admin
Thu, Feb 22 2024 11:51 AM
امتحان اشپی لیسه

د دغه ولایت د څرخي پله مرکزي زندان د شپې لېسې له زده کوونکو څخه کلنۍ ازموینې د یو لړ جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود واخېستل شوه.

د محترم مولوي سادات په وینا:« د یاد ښوونځي زده کوونکي د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي زندان هغه نظامیان دي چې په تېر کې یې د ځینو ستونزو له امله زده کړې نیمګړې پاتې شوې وې، د ادارې په هڅو مو ورته دا فرصت برابر کړی څو د رسمیاتو څخه وروسته د ادارې په شپې لېسه کې خپلې زده کړې بشپړې کړي نو د نوموړو له ګډون او درسي بهير وروسته نن کلنۍ ازموینه واخیستل شوه.

نوموړي زیاته کړه: « له یادې ازموینې وروسته د راتلونکي ښوونیز کال په راتلو سره به په یاده شپنۍ لیسه کې د کډون په موخه له نورو ګډونوالو څخه هم د سوېې ازموینه واخلي چې له مخې به یې د دې ښوونځي په مختلفو ټولګیو کې شامل او خپلو زده کړو ته به دوام ورکړي».

 

شعبان المعظم ۱۱/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS