د زندانونو چارو د سمون ادارې په امنیتي غونډه کې پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې وشوې

news_admin
Wed, Feb 21 2024 2:58 PM
جلسه امنیتی

دغه غونډه، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستيال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ او د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د کشف او اپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عطامحمد "محمد"، د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قومندانۍ قومندان محترم مل پاسوال مولوي شرافت الله "حقاني"، د قرارګاه د امنیتي قطعې قوماندان محترم مل پاسوال مولوي  سیداحمد "مسلم"، د مرکزي محبس امنیتي مرستیال محترم مل پاسوال نورالله "دروېش" او د مرکزي بېلابېلو برخو امنیتي مسوولينو په ګډون نن (چهارشنبې) د کابل څرخي پله مرکزي زندان د نظامي چارو معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د اړوندو مسوولينو له خوا د مرکز او ولاياتو د زندانونو او توقیفخونو د امنيتي چارو او ترسره کړو فعالیتونو په هکله ریپوټونه وړاندې او په دې برخه کې د لازياتو تدابيرو لپاره ګټور بحثونه وشول. 
دغه راز، یادو  امنيتي مسوولينو په غونډه کې له ځينو ستونزو، نيمګړتياوو، وړاندیزونو او اړتیاوو يادونه وکړه، چې د ادارې د نظامي چارو مرستيال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر له خوا ورته د حل او رسېدنې په موخه د ژمنې ترڅنګ بیا هم په نظامي مسوولېنو غږ وکړ څو خپلو دندو ته پروخت حاضر او نظامي یونیفورم رعایت کړي.
همداشان، د زندانونو چار د سمون ادارې نظامي مرستیال امنيتي مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د پرسونل او  کارونو د لا ښه پرمختګ لپاره خپلو منځونو کې پوره همغږي ولري څو چارې په ښه، منظمه، اسلامي او شرعي قوانینو په رڼا کې مخ ته لاړې شي.

شعبان المعظم ۱۰ / ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړيکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS