د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

news_admin
Sat, Feb 17 2024 3:04 PM
نظامی

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله " بدر" په مشرۍ پلاوي چې د غزني ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او یو شمېر نور مسوولین هم ورسره وو ننګرهار ته په سفر ولاړ او هلته یې د دې ولایت د زندان له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
داراز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي ، د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل، نارینه او ښځینه محبوسینو، او محجورینو سره په جلا جلا توګه ولیدل د هغوي ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د نوموړو ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسېدنه وکړي.
داراز، پلاوي په نوموړي زندان کې د جومات لپاره د سرپټي د جوړولو، د زندانیانو د اوسېدو بلاک چې د مخه سوزېدلی او له کاره لویدلی وو د بیا ترميم او د ښځینه زندانیانو لپاره د یوه نوي بلاک د جوړولو چارې چې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت پر مخ وړل کېږي لیدنه وکړه او اړوند مسوولینو ته یې د یادو تعمیراتي چارو په ښه او میعاري ډول سرته رسوولو لارښوونه وکړه.
همداشان، پلاوي د ننګرهار ولایت د زندان له امنیتي قراولونو، ټاورونو، او امنیتي پوستو څخه هم لیدنه وکړه او د زندانیانو د امنیت د لا ټینګښت په موخه یې امنیتي مسوولینو ته یولړ سپارښتنې وکړې. 

شعبان المعظم ۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS