د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال او مل پلاوي يې د دې ادارې د یو شمېر ریاستونو،امریتونو او مدیریتونو له چارو څخه ارزونه وکړه

news_admin
Mon, Feb 05 2024 3:55 PM
nazimi

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د ادارې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله"مولانا" او یو شمېر نور مسوولین هم ورسره وو، د مرکزي ریاستونو، امریتونو او مدیریتونو له مسوولینو او کارکونکو سره وليدل او د هغوی د کړنو او لاسته راوړنو په تړاو یې معلومات ترلاسه کړل.
په ورته وخت کې، پلاوي د یادې ارزونې په ترڅ کې اړوندو مسولینو ته په خبرو کې زیاته کړه :«که په اداري چارې کې کارکونکي خپل مسوولیتونه پروخت او ښه ډول ادا کړي هم به د ادارې کامیابي وي او هم به د مراجعینو کارونه په خپل وخت سره ترسره شي چې په دې کار سره به یې الله ج لوی اجرونه په نصیب کړي.
همداشان، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د ادارې کارکونکو ته لارښوونه وکړه چې د خپلو امرینو د اطاعت ترڅنګ چارې په شرعي او قانوني ډول مخ ته یوسي. 
دغه راز، د نظامي چارو مرستیال په وينا، د ادارې د اړوندو برخو له ارزونې څخه یې هدف د چارو ښه پرمخ وړل، د اصلاحاتو راوستل او د کارکونکو اصولي وړانديزونو ته په وخت رسېدنه ده.

رجب المرجب ۲۴/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS