د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس او مل پلاوي یې د خوست او پکتیا ولایتونو له زندانونو څخه لیدنه وکړه

د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ او د ادارې د داخلي تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي" په ګډون یوه پلاوي، تېره ورځ له یادو زندانونو څخه د لیدنې په ترڅ کې یې د مسوولینو له خوا د ترسره شويو فعالیتونو او د زندانیانو ځینو روا غوښتنو او ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د یادو زندانونو اداري، روغتیايي، امنیتي، ښوونیزې، روزنیزې او نورې خدماتي چارې له نږدې وارزولې او د لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
همداشان، د نوموړو ولایتونو د زندان مسوولینو هم پلاوي سره، دوی ته د سپارل شویو کارونو د ښه پرمختګ، د زندانیانو د انساني او شرعي حقوقو رعایتولو او د ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو له لارې د هغوی د اصلاح کېدو اړوند خپل فعالیتونه، نظرونه او پلانونه شریک کړل، چې د پلاوي له خوا وستایل شول.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین تل هڅه کوي، څو د هېواد د مرکز او ولایتونو د ازادۍ سلب مرکزونو له وضعیت څخه ځان خبر او د شتو امکاناتو پرمټ ستونزو ته رسېدنه او په چارو کې ورته اسانتیاوې برابرې کړي.
رجب المرجب ۲۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت