د زندانونو چارو د سمون ادارې امنیتي غونډه ترسره شوه

news_admin
Wed, Jan 31 2024 3:25 PM
جلسه امنیتی

یاده غونډه، چې نن(چهارشنبې) د څرخي پله مرکزي زندان د ګارنېزیون د غونډو په تالار کې د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ او د یادې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده" او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د اړوندو امنیتي مسایلو ترڅنګ یاد زندان ته د پایوازانو، مراجعینو، او پرسونل د تګ راتګ پرمهال د امنیت لاټینګښت او ښو اسانتیاوو برابرولو په موخه خبرې اترې وشوې.
داراز، په غونډه کې د یو شمېر امنیتي برخو مسوولینو هم د خپلو اړوندو کاري پرمختګونو، لاسته راوړنو، ننګونو او ستونزو یادونه وکړه چې د رهبرۍ پلاوي له لورې یې د پرمختګونو او لاسته راوړنو ستاینه وشوه او د ننګونو او ستونزو د حل لپاره یې لازمې لارښوونې وشوې.
په ورته مهال، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د نوموړې غونډې ګډونوالو ته په خبرو کې د اداري سلسله مراتبو، امنیتي تدابیرو او د نظم او ډسپلین په ښه توګه مراعاتولو سربېره، هغوی ته د چارو په اصولي او قانوني ډول د مخته وړلو په هکله هم ګټورې سپارښتنې وکړې.
د یادولو وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین تل هڅه کوي، څو د دا ډول غونډو په جوړولو سره امنیتي پرسونل د خپلو دندو ښه ترسره کولو، په سمه توګه د نظم او ډسپلین رعایتولو او بندیانو او پرسونل ته د امن چاپېریال برابرولو ته متوجه کړي.

 رجب المرجب ۱۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS