د همکارو بنسټونو له لوري د کابل ولایت د څرخي پله ښځینه محبس سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه

news_admin
Tue, Jan 30 2024 12:29 PM
اناثیه

په یادو مرسته شویو توکو کې د محبوسو میندو د ماشومانو لپاره، چې له دوی سره په محبس کې اوسېږي د ژمي لپاره تودې جامې، بوټونه، جمپرونه، جورابې او داسې نور لازم توکي شامل دي چې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې محبس مسوولینو ته وسپارل شول.
د دغه محبس مسوولینو د یادو بنسټونو څخه د خوښۍ ترڅنګ یاده مرسته اړینې وبللې او ترخوا یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
دا راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس او د یادو مرستو همغږي کوونکي محترم ډاکټر سیداحمد "اسحاقزي" په خپلو خبرو کې وویل: «ګوښښ مو دا دی، څو زندانیانو لپاره په زندانونو کې د خپلې مالي بودیجې او همکارو داخلي او نړیوالو بنسټنو په ملاتړ مرستې جذب او په روڼه توګه یې په زندانیانو وویشو.

رجب المرجب ۱۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS