د کندهار ولایت د پنجوایي او غورک ولسوالیو د توقیفخونو لپاره نوي امرین په دندو وګومارل شول

د دغه ولایت د زندان د رئیس په سپارښتنه د دې زندان نظامي مدیر محترم مولوي حیات الله "احمدي" تېره ورځ د نوموړي ولایت د پنجوایي اوغورک ولسوالیو د توقیفخونو څخه د لیدنې په ترڅ کې د دغو توقیفخونو پرسونل ته نوي امرین معرفي او رسماً یې په دې بستونو کې خپلې دندې پیل کړې.
داراز، محترم احمدي په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال د دې ولسوالیو د توقیفخونو د مخکینيو مسولینو کړنې او فعالیتونه وستایل او د یادو توقیفخونو له ملکي او نظامي پرسونل څخه یې له اوسنيو مسوولینو سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.
داراز، یاد پلاوي د دغو توقیفخونو بلابیلې برخې څخه لیدنه وکړه او مسوولینو ته یې د لا غوره خدمتونو برابرولو او د چارو په اصولي ډول ترسره کولو لارښونه وکړه.
همداشان، د دې ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د توقیخفونې د امنیت لا ټینګښت په موخه یوشمېر ساتونکي هم استولي شوي څو د توقیفیانو امنیت لا خوندي شي.
رجب المرجب ۱۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت