ولایتي خبرونه (میدان وردګ- سمنګان)

news_admin
Wed, Jan 24 2024 4:02 PM
ولایتي خبرونه

د میدان وردګ ولایت د زندان د کارکونکو د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځینی سیمینار پای ته ورسېده

دغه سیمینار چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما دفتر د بشري حقونو د برخې د مسوولینو له خوا د میدان وردګ ولایت د زندان د کارکونکو ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی وو په کې د زندانیانو د ساتنې له هغوی سره د ښه چلند، داعاشې‌، اباتې‌، دبندیانو‌ د انتقال، د هغوی‌ د تسلیمولو‌ طریقه ‌او ورته د غوره اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ نور د اړتیا وړ مهم موضوعات شریک شول. 
داراز، د میدان وردګ د زندان امر محترم مولوي صلاح الدین دا ډول سیمینارونه د کارکونکو د وړتیاوو لوړونې په موخه مهم یادکړل او د یوناما له ادارې یې د ورته نورو ګټورو پروګرامونو د پلي کولو غوښتنه وکړه. 

د یو بل خبر له مخې، د سمنګان ولایت د زندان امر او مل پلاوي یې د دې ولایت د دره صوف پائین او دره صوف بالا ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
همدا راز، پلاوي د نوموړو ولسوالیو د توقیفخونو له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړه، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنې ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.
په ورته مهال، یاد پلاوي د نوموړو ولسوالیو له ملکي او نظامي مسوولینو سره له نږدې وکتل او دواړو خواوو د دې ولسوالیو د توقیفیانو د ستونزو د حل په موخه سلا مشورې وکړې.

رجب المرجب ۱۲/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS