د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون په ۱۷مه ناسته کې د دې ادارې پر یو شمېر حقوقي او تخنيکي مسایلو بحث اوخبرې اترې وشوې

news_admin
Wed, Jan 24 2024 11:26 AM
کمیسیون

ياده ناسته چې نن (چهار شنبې) د زندانونو چارو  د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ او د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاالرحمن "سعید"، د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مولوي عطا محمد "محمد"، د مرکزي محبس رئیس مولوي خالقداد "رحمت"، د نظامي ښوونې او روزنې د واحدې قوماندانۍ قوماندن محترم مولوي شرافت الله "حقاني"، د پېژند عمومي مدیر محترم مولوي نیک محمد او د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" په ګډون جوړه شوې وه، په کې د ادارې پر  یو شمېر حقوقي او تخنيکي مسایلو خبرې اترې وشوې.
 داراز، په دې ناسته کې د ځینو نورو اړتیا وړ مهمو موضوعګانو په هکله بحث وشو او په دې تړاو اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې هم وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د نوموړي کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او مربوطه مهمو مسایلو څېړل، بحث او د شرعي اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې پرېکړې کول دي.

رجب المرجب ۱۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS