د عامې روغتیا وزارت څخه راغلي پلاوي د میدان وردګ ولایت د زندان د روغتیايی چارو څخه ارزونه وکړه

news_admin
Thu, Jan 18 2024 11:50 AM
میدان وردک

تېره ورځ د دې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس چې د یاد ولایت د روغتیا مسوولین او د سویډن کمېټې استازي هم ورسره مل وو، د دې زندان له امر محترم مولوي صلاح الدین او د روغتیایي مسوولینو سره ولیدل او د درملو شتون، کیفیت او د ناروغانو لپاره د اسانتیاوو رامنځ ته کوله په موخه یې بحث وکړ.
دا راز، پلاوي د زندان له ډاکټرانو سره په خبرو کې زیاته کړه څو له بندي ناروغانو سره د ښه چلند ترخوا د هغوی په درملنه کې هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
داراز، د عامې روغتیا وزارت څخه راغلي پلاوي د یاد ولایت د زندان د روغتیا برخې سره د همکارۍ او د زندانیانو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت د څارنې او ارزونې رئیس وويل، کوښښ کوي د یاد ولایت د زندانیانو لپاره په روغتیايي برخه کې مناسب امکانات برابر او د دغه زندان لپاره د روغتیايي خدمتونو د کيفيت ښه والي په موخه به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د یو بل خبر له مخې د میدان وردګ په زندان کې يو تن پایواز د نشه يي توکو د لېږد په تور ونیول شو 
يوتن  پایواز چې غوښتل یې یو اندازه نشه یي توکي د ياد ولایت  زندان ته ولېږدوي، د دغه زندان د بیدارو امنیتي او کشفي اورګانونو له خوا د کره تلاشۍ پرمهال د نشه یي توکو سره یوځای ونیول شو او د لا څېړنو په موخه د يوه پلاوي په حضور کې د کشف امریت ته وسپارل شو. 

رجب المرجب- ۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS