د بغلان ولایت د زندان مسوولینو د یوناما دفتر له پلاوي سره وليدل

news_admin
Wed, Jan 17 2024 3:12 PM
بغلان

د دغه ولایت د زندان مسوولینو تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه ماموریت "یوناما" د بشري حقونو د برخې له پلاوي سره ولیدل او د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د خوندیتوب، خوړو، روغتیا، ورزش، نسبتې دوسېو او په نورو اړوندو موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړي زندان له زندانیانو سره هم لیدلي او د هغوی لپاره یې د ښو خدماتو او اسانتیاوو  د رامنځته کولو په موخه له مسوولینو د مننې ترڅنګ، له خپله اړخه هم ورسره د نورو مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ.   

جمادي الثاني ۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو اوعامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS