د زندانونو چارو د سمون ادارې د یو شمېر ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه دوه ورځینی سیمینار پیل شو

news_admin
Tue, Jan 09 2024 4:44 PM
سمینار

د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لورې کابل کې د یادې ادارې د یو شمېر ریاستونو کارکوونکو ته د بودجې په برخه کې د ظرفیت لوړونې په موخه دوه ورځینی سیمینار پیل شو.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم ډاکټر سید احمد "اسحاقزي" د دغه سیمینار د پرانیستونکې وینا پرمهال په داسې حال کې، چې د نوموړې کمېټې د تغذیې مسئول ماتیس ګروسیورډ، د زندانونو چارو د سمون د همغږۍ برخې مسئولې ریحام باشر، د تغذیې برخې کارکوونکی محمد سمیع "تلاش" او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون درلود، دا ډول سیمینارونه د کارکوونکو د کاري وړتیا لوړونې په هدف مهم وګڼل او له یادې کمېټې څخه یې د ورته نورو ګټورو پروګرامونو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

داراز، د سیمینار نورو ویناوالو په خپلو خبرو کې وویل، که چېرته د دې سیمینار ګډونوال دوی ته د بودجې په اړه له ورکړل کېدونکو معلوماتو او موضوعګانو څخه په خپلو چارو کې ښه ګټه واخلي، نو په خبره یې په راتلونکي کې به مثبتې پایلې ولري.

 

جمادي الثاني- ۲۶/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS