د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د یاد ولایت پر زندانیانو یو شمېر کتابونه وویشل

news_admin
Wed, Jan 03 2024 2:02 PM
بامیان


د بامیانو د زندان رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم "حقاني" تېره ورځ د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محترم مولوي صفي لله "راید" او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د زندانیانو د ښوونې او روزنې ترڅنګ، پر ځینو نورو اړوندو موضوعګانو یې خبرې وکړې.
تر هغې وروسته، پلاوي د یاد زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د مسوولینو له خوا یې د هغوی لپاره د ښوونې او روزنې په برخه کې برابر شوي امکانات او اسانتیاوې وستایلې.
داراز، پلاوي نوموړو زندانیانو ته د علم زده کړې پر دیني او اخروي ارزښت خبرې وکړې او پر هغوی یې د مطالعې په هدف یو شمېر ګټور کتابونه هم وویشل.
بلخوا، د بامیانو د زندان رئیس د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس او مل پلاوي څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او د بامیانو د زندان ریاست مسوولین زندانیانو ته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو او روزنو د زمینې برابرول خپل مسوولیت ګڼي او په دې برخه کې به لا نور مثبت ګامونه هم پورته کړي.

جمادي الثاني-۲۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS