د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل رئیس د ا.ا.ا. د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره د یادو مجاهدینو د ستونزو پر حل خبرې وکړې

news_admin
Tue, Jan 02 2024 12:06 PM
مجاهدین رها شده

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په لارښوونه، د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل رئیس محترم ملا محمد نور "بلال شاهین" تېره ورځ کابل کې، د ا.ا.ا. د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر او دریاست الوزرا د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي الله ګل "ذاكر" سره په جلا جلا توګه ولیدل او د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ځينو مربوطه ستونزو د حل په موخه یې ورسره خپل نظریات او غوښتنې شریکې کړې، چې د نوموړو له خوا ورسره د یادو ستونزو د هوارۍ په هدف د رسېدنې او هر راز همکاریو ژمنه وشوه. 
جمادي الثاني- ۱۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS