د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون په ۱۳مه ناسته کې پر یو لړ مهمو مسایلو بحث وشو

news_admin
Wed, Dec 27 2023 3:06 PM
کمیسیون

ياده ناسته چې نن(چهار شنبې) د دغه کمېسیون د رئیس او د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال مولوي اسدالله "مولانا"، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاالرحمن "سعید"، د خدماتو رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار"، له عدلي او قضايي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د څرخي پله مرکزي زندان رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" او د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر خلیل الله "بکتاش" په ګډون جوړه شوې وه، په کې د زندانونو چارو د سمون ادارې لپاره د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال پر تشکیلاتو او یو لړ نورو تخنیکي مسایلو خبرې وشوې.
داراز، په دې ناسته کې د ځینو اړتیا وړ مهمو موضوعګانو په هکله هم بحث وشو او په تړاو یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د نوموړي کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او مربوطه مهمو مسایلو څېړل، بحث او د اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې پرېکړې کول دي.

جمادي الثاني- ۱۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS