د بامیانو د زندان رئیس د دغه ولایت د عالمانو شورا له یوه پلاوي سره وکتل

news_admin
Tue, Dec 26 2023 10:05 AM
بامیان

محترم مولوي محمد ابراهیم "حقاني" د یاد ولایت د عالمانو شورا له پلاوي سره چې مشري یې محترم مولوي محمداغا کوله په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو خواوو د اسلام مبارک دین د ارشاداتو او د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه(حفظه الله) د هدایاتو مطابق د زندانیانو د شرعي او انساني حقونو په اړه خبرې اترې وکړې.
په ورته وخت کې، د یاد زندان رئیس هم نوموړي پلاوي ته د دوی له خوا له زندانیانو سره د چلند او ورته د برابرو شویو اسانتیاوو په هکله معلومات وړاندې کړل، چې پلاوي يې ستاینه وکړه.
داراز، پلاوي د بامیان ولایت د زندان ځینې برخې وارزولې او د ډاډ له ترلاسه کولو وروسته یې د دې زندان له ملکي او نظامي پرسونل سره هم ولیدل او په خپلو خبرو کې یې ورته وویل: « دا چې په دې سړې هوا کې تاسو زندانیانو ته ښه خدمات وړاندې او د هغوی امنیت خوندي ساتئ، نو موږ مو دا ټولې سرښندنې او هڅې ستایو».
د دې لیدنې په پای کې، د بامیان ولایت د زندان مسوولینو د یادې شورا پلاوي ته ډاډ ورکړ چې دوی تل هڅه کوي، څو  زندانیانو لپاره په زندان کې د ژوند کولو خوندي چاپېریال رامنځته او هغوی له ټولو شرعي او انساني حقونو څخه برخمن کړي، چې دا خبره د نوموړي پلاوي د خوښۍ وړ وګرځېده او د زندان له مسوولینو څخه یې د دې هڅو د دوام هیله وکړه.

جمادي الثاني-۱۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو اوعامه اړيکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS