د بادغیس ولایت د زندان د ښځینه زندانیانو له ماشومانو سره د ژمنيو توکو مرسته وشوه

news_admin
Sun, Dec 24 2023 11:50 AM
بادغیس

د بادغیس د زندان د مسوولینو په هڅو، او د همکارو بنسټونو له لوري د دغه ولایت د ښځینه زندانیانو له ماشومانو سره چې له دوی سره په زندان کې اوسېږي د ژمنیو او نورو لازمو توکو مرسته وشوه.
په یادو مرسته شویو توکو کې، د ژمي لپاره تودې جامې، بوټونه، جمپرونه، جورابې او داسې نور لازم توکي موجود وو، چې د یاد زندان د مسوولینو له خوا په پوره شفافیت د نوموړي زندان د ښځینه زندانیانو پر ماشومانو وويشل شول.
همدا راز، د بادغیس د زندان مسوولینو د یادو ژمنيو توکو د مرستې په موخه د مننې ترڅنګ دغه توکي اړین بللي او له نوموړو یې د ورته نورو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کړی. 

جمادي الثاني ۱۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS