د هلمند ولایت د زندان د کارکونکو د ظرفیت لوړونې په موخه ښوونېز کورس پای ته ورسېده

news_admin
Sun, Dec 17 2023 1:55 PM
هلمند

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستريء په سپارښتنه او د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې دا ځل د هلمند ولایت د زندان ۷۰ تنو کارکونکو د ظرفیت لوړونې په هدف دوه میاشتینی ښوونېز کورس چې د ادارې د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا وړاندي کېده پای ته ورسېده.
د هلمند د زندان رئیس محترم ملا بهاوالدین "عاطف" دا ډول کورسونه د کارکونکو د وړتیاوو لوړونې په موخه مهم یادکړل او د زندانونو چارو د سمون له ادارې یې د ورته نورو ګټورو پروګرامونو د پلي کولو غوښتنه وکړه.  
دا راز، د دغه زندان د مسوولینو په وینا، په یاد ښوونېز کورس کې یې د دې زندان کارکونکو سره د زندانیانو د ساتنې له هغوی سره د ښه چلند، د بندیانو‌ د انتقال، د هغوی‌ د تسلیمولو‌ طریقه ‌او ورته د غوره اسانتیاوو برابرولو تر څنګ نور د اړتیا وړ مهم موضوعات شریک شول چې په راتلونکي کې به مثبتې پایلې ولري. 

جمادي الثاني ۳/ ۱۴۴۵ 
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS