د همکارو بنسټونو له لوري د کابل ولایت د څرخي پله ښځینه محبس سره د اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

news_admin
Wed, Dec 13 2023 2:25 PM
اناثیه

یاده مرسته چې په کې د روغتیایي او منځلو توکو ترڅنګ د محبوسو میندو ماشومانو لپاره، چې له دوی سره په محبس کې اوسېږي لوبیز، درسي او ژمني توکي شامل دي، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې محبس مسوولینو ته وسپارل شول.
د دغه محبس مسوولینو د یادو بنسټونو څخه د خوښۍ ترڅنګ یادې مرستې اړینې وبللې او ترخوا یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
دا راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم ډاکټر سیداحمد "اسحاقزی" چې د یادو مرستو همغږی کوونکی دی وویل: «موږکوښښ کوو، څو په بېلابېلو برخو کې له ملي او نړیوالو مرستندویو بنسټونو مرستې جذب او په روڼه توګه یې په زندانیانو وویشو.
د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، څو زندانیانو لپاره په زندانونو کې د خپلې مالي بودیجې او همکارو داخلي او نړیوالو بنسټنو په ملاتړ د ژوند غوره سانتیاوې برابرې کړي.

جمادي الاول ۲۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS