د بغلان ولایت د زندان نظامي مرستیال او مل پلاوي یې د دې ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړه

news_admin
Mon, Dec 11 2023 2:55 PM
بغلان

د  دغه ولایت د زندان نظامي مرستیال محترم مولوی عبدالکریم "نوراني " او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د مرکزی بغلان ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
دا راز، نوموړي د یادې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړه، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنې ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.
په ورته وخت کې، محترم نوراني د دې توقیفخونې له مسوولینو سره په خبرو کې نوموړو ته زیاته کړه چې دا زموږ او ستاسو ګډ مسوولیت دی څو د زندانیانو په ساتنه، پالنه او هغوی ته د اسانتیاوو په برابرولو کې ځانګړې پاملرنه وکړو.

د یوبل خبر له مخې، د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې د بغلان ولایت له زندان سره  د ژمنیو توکو مرسته د دغه زندان مسوولینو ته وسپارل شوه چې نوموړو هم د مرکزي ادارې څخه د مننې ترڅنګ یاده مرسته اړینه وبلله او زیاته یې کړه چې یاد توکې به په پوره امانتولۍ  سره په زندانیانو ووشي. 
د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، څو زندانیانو لپاره په زندانونو کې د خپلې مالي بودیجې او همکارو داخلي او نړیوالو بنسټونو په ملاتړ د ژوند غوره اسانتیاوې برابرې کړي.

جمادي الاول ۲۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو اوعامه اړيکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS