د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس او مل پلاوي یې د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیفخونې ښوونیزې چارې وارزولې

news_admin
Mon, Dec 11 2023 2:28 PM
تعلیم و تربیه

د دغې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" او مل پلاوي د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیفخونې له امر محترم مولوي شهیدالله "خالد"سره په لیدنه کې د پرسونل او توقیفیانو د ښوونېزو چارو په اړه بحث وکړ.
په ورته وخت کې، محترم مولوي سادات د نوموړي توقیفخونې د دیني او عصري زده کړو له روان بهير څخه هم ارزونه وکړه او مسوولینو ته یې زیاته کړه:« موږ تل کوښښ کوو څو د هېواد په زندانونو، توقیفخونو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې ښوونیزې چارې لاغښتلې او په دې برخه کې باتجربه ښوونکي او روزونکي وروزو څو پر مټ یې زندانیان، محجوزین او محکومین وکولی شي په راتلونکي کې له دلته ورکړل شوېو زده کړو او وړتیا څخه په ګټې اخیستنې سره خپلې کورنۍ او ټولنې ته د ښه خدمت وړ وګرځي. 
همدا راز، نوموړي د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیفخونې له توقیفیانو سره هم له نږدې ولیدل او له هغوی یې د دیني او عصري زده کړو په بهیر کې له ګډونه د خوښی ترڅنګ ورته د علم په ارزښت او اړتیا  ګټورې خبرې وکړې.

جمادي الاول ۲۷/ ۱۴۴۵ 
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS