د کابل ولایت د څرخي پله د ښځینه محبس له روغتیايي کلینیک سره د روغتیایي توکو مرسته وشوه

news_admin
Sat, Dec 09 2023 2:57 PM
ghhk

یاده مرسته د زندانونو چارو د سمون ادارې په هڅو او د همکارو بنسټونو په همکارۍ شوې، چې په کې د مکروب ضد، د درد ضد او یو شمېر نورو طبي درملو ترڅنګ د ماشومانو لپاره پمپرز شامل دي، چې د دې محبس د روغتیايي کلینیک مسوولینو ته وسپارل شول.
 نوموړو مسوولینو هم د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم ډاکټر سیداحمد "اسحاقزي" او د روغتیا رئیس محترم مولوي عبداللطیف "سجاد" هم شتون درلود له یادې مرستې مننه وکړه او د ورته نورو توکو د مرستو او همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

د یو بل خبر له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یا یونیسف دفتر له لوري د کندوز ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د قلمونو، کتابچو، لیکدړو(تختو) او یو شمېر نورو توکو په ګډون یو اندازه مرسته شوې قرطاسیه د یاد مرکز مسوولینو ته وسپارل شوه، چې نوموړو مسوولینو له یادې مرستې د خوښۍ په څرګندولو سره زیاته کړه چې یاد توکې به په پوره امانتولۍ او روڼه توګه د دې مرکز پر محجوزینو وویشي.

جمادي الاول ۲۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو  امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS