د پکتیکا ولایت د وازې خوا او تروې ولسوالیو لپاره به نوې توقیفخونې فعالې شي

news_admin
Thu, Dec 07 2023 12:26 PM
پکتیکا

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو سره سم، د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" او مل پلاوي یې تېره ورځ د دې ولایت وازې خوا او تروې ولسوالیو له ملکي او نظامي مسوولینو سره په لیدنه کې د نوموړو ولسوالیو لپاره د نویو توقیفخونو د فعالولو په موخه خبرې اترې وکړې.
په ورته وخت کې، د یادو ولسوالیو نوموړو مسوولینو په دې برخه کې د هرراز همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې په دې ګام سره به د دغو ولسوالیو د توقیفیانو ستونزې هوارې او چارو ته به یې پر وخت رسېدنه وشي.

جمادي الاول ۲۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS