دهرات ولایت له زندان سره د قرطاسې مرسته وشوه

news_admin
Mon, Dec 04 2023 2:45 PM
هرات

د همکارو بنسټونو له لورې د هرات ولایت د زندان مسوولینو ته ۷۵ قلمه درسې توکي وسپارل شول.
په ورته وخت کې د دې زندان مسوولینو د همکارو بنسټونو څخه د مننې ترڅنګ یاده مرسته اړینه و بلله او زیاته یې کړه چې له دې درسي توکو څخه به د زندانیانو او پرسونل په روزنه کې ګټه پورته کړي.
داراز، نوموړو ژمنه وکړه چې یاد درسي توکي به په پوره امانتولۍ او روڼه توګه په زندانیانو او پرسونل ووشي. 
د یو بل خبر له مخې  د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري د هرات ولایت له زندان سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه.
په ورته وخت کې، د دې زندان مسوولینو د مرکزي ادارې څخه د مننې ترڅنګ یاده مرسته اړینه و بلله او زیاته یې کړه چې له دې سره به زندانیان له سړې هوا خوندي پاتې شي.
د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، څو زندانیانو لپاره په زندانونو کې د خپلې مالي بودیجې او همکارو داخلي او نړیوالو بنسټونو په ملاتړ د ژوند غوره اسانتیاوې برابرې کړي.

جمادي الاول ۲۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو اوعامه اړيکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS