د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال د کابل ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د توقیفخونې د توقیفیانو اعتصاب پایته ورساوه

news_admin
Sun, Dec 03 2023 11:10 AM
توقیف خانه مواد مخدر

د دغه ادارې د نظامي چارو مرستيال محترم لوی پاسوال قاري حبیب‌الله "بدر" تېره ورځ د کابل ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې توقیفخونې ته ولاړ او هلته یې د توقیفیانو له خوا د هغوی د ځینو ستونزو او غوښتنو له کبله شوی اعتصاب پایته ورساوه.
دا راز، د نظامي چارو مرستيال محترم لوی پاسوال قاري حبیب‌الله بدر د دې توقیفخونې له توقیفیانو سره په خبرو کې چې د هغوی د اعتصاب موخه د ځینو غوښتنو پوره کول وو، له پلاوي سره تر شریکولو ورسته د روا او د ادارې له قوانینو سره د سمو غوښتنو د حل په هدف ډاډ او هغه چې خلاف د اصولو وې دوی ته پرې قناعت ورکړل شو چې نوموړو توقیفیانو ورسره ومنله او خپل اعتصاب یې پای ته ورسوه.    
په ورته وخت کې، محترم قاري بدر د عدلي او قضایي اورګانونو له مسوولینو سره هم ولیدل او د نوموړې توقیفخونې د توقیفیانو د جرمي دوسیو د ژر څېړلو په هدف یې ورسره خبرې اترې وکړې، چې هغوی هم په دې برخه کې د ژر رسیدنې ډاډ ورکړ.
 
جمادي الاول ۱۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اصلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS