د پکتیا والي او مل پلاوي يې د دې ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Sat, Nov 25 2023 2:06 PM
پکتیا

د دغه ولایت والي محترم مولوي محراب"حماد" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي زندان له رئیس محترم ملا سعید "سهیل" او پرسونل سره ولیدل او د زندان پر اړوندو موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې وکړې.
پلاوي د زندان اداري شعبو او روغتیا برخې څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه څو خپلې چارې په ریښتینولي سره ترسرې کړي.
همدا راز، یاد پلاوي د نوموړي زندان له زندانیانو سره هم وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې واورېدې او اړوند مسوولینو څخه یې د زندانیانو لپاره د ښو خدماتو  د رامنځ ته کولو په موخه د مننې  ترڅنګ د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره په دوامداره توګه د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

جمادي الاول ۱۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS