د کابل څرخي پله مرکزي زندان له نظامي پرسونل څخه د ادارې په شپې لېسه کې د شاملېدو په موخه د سویې ازموینه واخیستل شوه

news_admin
Wed, Nov 22 2023 2:39 PM
دعوت ارشاد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په لارښوونه او د ادارې د ښوونې او بیا روزنې د رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" په هڅو  د پوهنې وزارت په همکارۍ نن (چهار شنبې) په داسې حال کې چې د دغه وزارت د ازموینو د کمېټې رئیس محترم مولوي عبدالواحد هم شتون درلود د ادارې له یو شمېر نظامي پرسونل څخه په شپې لېسه کې د شاملېدو په هدف د سویې ازموینه واخیستل شوه.
د محترم مولوي سادات په وینا:« یاده ازموینه د هغو نظامیانو لپاره ده چې په تېر کې یې د ځینو ستونزو له امله زده کړې نیمګړې پاتې شوې وې، د ادارې په هڅو مو ورته دا فرصت برابر کړی څو د رسمیاتو څخه وروسته د ادارې په شپې لېسه کې خپلې زده کړې بشپړې کړي.
نوموړي زیاته کړه: «یاده ازموینه چې تېر کال هم اخیستل شوې وه اوس په دوهمه دوره کې یې له ۵۵ تنو ګډونوالو څخه د سوېې ازموینه واخیستل شوه چې له مخې به یې د دې ښوونځي په مختلفو ټولګیو کې شامل او خپلو زده کړو ته به دوام ورکړي».

جمادي الاول ۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS