د ارزګان ولایت د زندان لپاره نوی امنیتي مرستیال وټاکل شو

news_admin
Mon, Nov 20 2023 2:26 PM
اروزگان

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته کتو سره سم د ادارې نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" ارزګان ولایت ته په سفر ولاړ او هلته یې محترم عزت الله "رحیمي" د یاد زندان د  امنیتي مرستیال په توګه د زندان ملکي او نظامي مسوولینو ته معرفي او نوموړي رسماً په دې بست کې خپله دنده پیل کړه.
داراز، محترم مولانا په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د نوموړي ولایت د زندان د مخکیني امنیتي مسوول کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان له نظامي پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه. 
په ورته وخت کې، د دې زندان نوي امنیتي مرستیال محترم  عزت الله "رحیمي" د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسولیتونه به په پوره رېښتینولۍ سره پر مخ وړي.
همدا راز، محترم مولانا د دغه زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې واورېدې او اړوندو مسوولینو ته یي د نوموړو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو، ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې او د لا ښو خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ. 
دا راز، یاد پلاوي د دغه زندان اداري شعبې، پخلنځی، خوړو(اعاشې)، د څښاک او پاکو اوبو ترڅنګ د امنیتي ټاورونو، قراولونو او امنیتي پوستو څخه هم ارزونه وکړه او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې وکړې.

جمادي الاول ۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS