د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم په کمېسیون کې د تېرې ناستې په دوام په اړوندو موضوعاتو بحث وشو

news_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۷ - ۱۴:۳۸
کمیسیون

ياده ناسته چې نن(شنبې) د دغې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ  او د ادارې  د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده" او د کمېسیون د یو شمېر غړو رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه، د تېرې ناستې پر دوام په یو لړ نورو مهمو حقوقي او تخنیکي مسایلو بحث او په اړه یې د کميسیون د رهبرۍ له لوري د اصولو او تقنیني اسنادو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشوې.
 داراز، په دې ناسته کې د ګومارنو ځینو پاڼو په اصولې ډول مخته وړلو او اړتیا وړ مهمو موضوعاتو په هکله هم بحث وشو او په دې تړاو اړوندو مسوولینو ته د شرعي او قانوني اصولو په مطابق د لارښوونې ترڅنګ لازمې پریکړې وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د نوموړي کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او مربوطه مهمو مسایلو څېړل، بحث او د شرعي اصولو او نافذه قوانینو په رڼا کې پرېکړې کول دي.

جمادي الاول ۴/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS