د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله همدرد په مشرۍ پلاوي غزني ولایت ته د سفر په دوهمه ورځ د دې ولایت د زندان د یو شمېر نورې برخې د وارزونې وروسته د دې ولایت له والي سره وکتل

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۵ - ۲۳:۵۲
والی غزنی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال غزني ولایت ته د سفر په دوهمه ورځ په داسي حال کې چې د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئيس محترم مولوي عبدالوارث سادات, د نظامي ښوونې او روزنې د واحدې قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي شرافت الله حقاني او پالیسۍ او مسلکي چارو د معاونیت د دفتر آمر محترم خلیل الله بکتاش هم شتون درلود, د دې ولایت د زندان یو شمېر برخې وارزولې او اړوندو مسولینو ته یې د کار ښه والي لپاره لازمې لارښوونې وکړې. 
په پیل کې، د محترم قاري همدرد په مشرۍ پلاوي د غزني ولایت د زندان د ښوونې او روزنې له بهیر څخه له نږدې کتنې ترڅنګ د دې برخې شته امکاناتو د ارزونې څخه وروسته یې مسوولینو ته لارښونه وکړه څو د ښوونیزو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره اړوند مواد او قرطاسیه ورته په خپل وخت چمتو کړي.
 داراز، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د دې ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز مسوولینو سره په لیدنه کې په خپلو خبرو کې وویل:« محجوزین ماشومان که د قانون خلاف د هر ډول عمل ترسره کېدو له امله اوس په دې مرکز کې اوسېږي، خو دوی موږ ته د خپلو کورنیو امانت دي او مسوولین باید د دوی د امنیت، زده کړې، اصلاح او روزنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
داراز، نوموړي پلاوي د دې زندان د روغتیا له مسوولینو او ډاکټرانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته یې نوموړو ته لارښوونه وکړه څو د بندي ناروغانو سره د ښې رویې ترڅنګ د امکاناتو، تجهیزاتو پر برابرولو او باکفیته درملو څخه په ګټې اخیستنې سره د هغوی په درملنه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
د محترم قاري همدرد په مشرۍ پلاوي د لوژستیک او تخنیک له کارکونکو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
همدارنګه، پلاوي له عدلي او قضایي اورګانونو  سره د اړیکو امریت له مسوولینو سره په خبرو کې له هغوی وغوښتل څو د زندانیانو د محاکماتي چارو په برخه کې له نه ستړې کیدونکې هلوځلو څخه کار واخلي.
همداشان، پلاوي د یاد زندان له پایوازانو سره ولیدل د هغوی خبرې یې له نږدې واورېدې او د نوموړو لپاره یې د زندانیانو سره د کتنې، تګ راتګ او ورته نورو اسانتیاوو برابرولو په هدف یې مسوولینو ته لارښونه وکړه څو د پایوازنو د تلاشۍ په بهیر کې د دقت ترڅنګ له هغوی سره اسلامي چلند په پام کې ونېسي.
په ورته وخت کې، یاد پلاوي د زندانیانو لپاره د پخلنځي او د ډوډۍ پخولو له ځایه هم لیدنه وکړه او د خوړو د مینو لست له کتنې وروسته یې د پاکوالي په نظر کې نیولو په موخه اړوند کارکونکو ته لازمې لارښونې وکړې.   
همدارنګه، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د پلورنځي څخه په لیدنه کې د نرخ نامې له چک او د موادو د تاریخ او کیفیت څخه له کتنې وروسته یې پلورنځي څښتن ته سپارښتنه وکړه څو د نرخ نامې سره سم باکیفیته توکي وپلوري. 
بل خوا، د محترم قاري همدرد په مشرۍ پلاوي د غزني ولایت د زندان له امنیتي قراولونو، ټاورونو، او امنیتي پوستو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړه او د زندانیانو د امنیت د لا ټینګښت په موخه یې امنیتي مسوولینو ته یولړ سپارښتنې هم وکړې. 
په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د غزني ولایت له والي محترم حاجي مولوي محمد امین جان "عمري" سره هم وکتل او د یادې ادارې په ځانګړي ډول د دې ولایت له محبس سره پر همکارۍ یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، محترم عمري د زندانونو چارو د سمون ادارې پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دې ولایت د زندان د مسوولینو د ښو چوپړتیاوو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې یادې ادارې تل زندانیانو ته غوره خدمات او اسانتیاوې برابرې او په ښه توګه یې د هغوی ساتنه او پالنه کړې ده.
همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د دې ولایت له والي او د مقام له چارواکو څخه مننه وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
داراز، د غزني والي محترم مولوي محمد امین "عمري" په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دوی به د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره په دوامداره ډول خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد پلاوي ارزونه به د هېواد له یو شمېر نورو زندانونو  څخه هم دوام ولري.

ربیع الثاني ۲/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۱۶
Background image

پرسونل و زندانیان زندان ولایت بامیان بعد از یک ماه آموزش درکورس  زیر نام " تعلیم السلام " سند فراغت شانرا بدست آوردند

دراین محفل محترم مولوی عبدالرحیم "احمد" رئیس زندان ولایت بامیان،

مولوی انس "عزیزی" معاون مقام ولایت ، رئیس شورای علما و شماری ازنماینده های ادارات مختلف ولایت بامیان، پرسونل و شماری از. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۴۰
Background image

مسئولان زندان ولایت بدخشان از ترمیم و رنگمالی ساختمان این زندان خبر میدهند

به گفته مسئولان، عرضه خدمات برای زندانیان خود عبادت بشمار میرد ورهبری اداره درین راستا توجه بیشتری را مبذول داشته اند. روی این اصل، مسئولان زندان ولایت بدخشان ترمیم ورنگمالی تعمیر زندان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۴۵
Background image

ولایتي خبرونه: (پروان، خوست، بادغیس) سمینار سه روزی "دینی، عقیدتی و اصلاحی" از سوی ریاست زندان ولایت پروان با هماهنگی اداره فرهنگی تنویر تدویر گردید.

در این سمینار علمای دینی، اساتید پوهنتون ها، شماری از مسئولان ریاست محبس ولایت پروان و زندانیان اشتراک نموده بودند.

محترم مولوی محمد ابراهیم "حقانی" رئیس زندان ولایت پروان گفت: اداره. . .

BACK TO NEWS