د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د میدان وردګ زندان د اروزنې په پای کې د دې ولایت له والي سره وکتل

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۱۶:۵۳
دیدار با والی میدان وردک

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ  پلاوي چې د ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات"، د نظامي ښوونې او روزنې د واحدې قوماندانۍ قوماندان محترم مولوي شرافت الله "حقاني"، او د پالېسۍ او مسلکي چارو د معاونیت د دفتر امر خلیل لله "بکتاش" یې هم ملتیا کوله د میدان وردګ ولایت د زندان د ټولو برخو د ارزونې په پای کې د دې ولایت والي محترم قاري بختیار "معاذ" سره ولیدل چې د نوموړي له خوا یې تود هرکلی وشو.
داراز، د میدان وردګ ولایت والي محترم قاري معاذ د زندانونو چارو د سمون ادارې پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ یې د دې ولایت زندان ته د پاملرنې په موخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې یادې ادارې تل زندانیانو ته د ښو خدمتونو او اسانتیاوو په برابرولو کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.
همدا شان، محترم والي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د یاد ولایت ټول ملکي او نظامي پرسونل اړوندو ادارو ته په ځانګړي ډول د دې ولایت زندان ته پاملرنه کوي او امکاناتو ته په کتو سره لازمې مرستې به هم وکړي.
همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د دې ولایت له والي او د مقام له چارواکو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې افغانستان  زموږ ګډ کور دی او اسلامي امارت پالېسي هم دا ده چې شرعي او قانوني موخو ته یو ځای کار وکړو او د ښې حکومتوالۍ بېلګه ووسو.

ربیع الاول ۳۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS