د زندانونو چارو د سمون ادارې د تخنیکي او مسلکي کمېټې ناسته ترسره شوه
دغه ناسته، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د یادې کمېټې د مرکزي برخو غړو رئیسانو په ګډون نن(دوشنبې) جوړه شوې وه، په کې د ادارې د پالېسۍ اړوند او تختینکي مسایلو خبرې اترې وشوې.
داراز، په دې ناسته کې پر یو شمېر مربوطه کاري مهمو مسایلو هم بحث او د نظرونو تبادله وشوه، چې په پایله کې یې له اصولو سره سمې او لازمې پرېکړې وشوې.
صفر المظفر ۱۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت