د زندانونو چارو د سمون ادارې له روزنیز او مسلکي کورس څخه په دولسمه دوره کې (۱۲۲) تنه نظامي پرسونل فارغ شول

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۴ - ۱۸:۲۹
فراغت

یاد کورس، چې د (۵۰) ورځو لپاره وو او په کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو له زندانونو څخه د ټولي، ډلګي او بلوک قوماندانانو برخه اخیستې وه، د بندیانو د ساتلو، محکمو او څارنوالیو ته د هغوی د لېږدولو، د بندیانو د بلوا او شورش د کابو کولو، د زندانیانو د انساني او شرعي حقونو رعایتولو او د نظامي نظم او ډېسپلین په پام کې نیولو اړوند لازمې مسلکي زده کړې او روزنې ترلاسه کړې. 
داراز، په یاده موده کې نوموړو قوماندانانو ته د کشف او اوپراسیون په برخو کې هم ګټور معلومات او روزنه ورکول شوه.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د دغې فراغت غونډې پرمهال، په داسې حال کې چې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال مولوي اسدالله "مولانا"، د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قوماندانۍ قوماندان مل پاسوال مولوي شرافت الله "حقاني"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث " سادات"، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله"صدیقي"، د کابل څرخي پله مرکزي زندان د ښوونیز(تعلیمي) مرکز قومندان محترم ملا حیات الله" احمدي" او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو او پرسونل هم شتون درلود، یادو فارغو ساتنمنانو او افسرانو ته په خطاب کې وویل: « که څه هم د ادارې رهبري او مسوولین تاسو ته په کابل کې د زده کړې او روزنې زمینه برابروي، خو کوښښ کوو چې په ولایتونو کې هم تاسو ته ورته زمنیه برابره شي، ځکه چې د زندانیانو ساتل لوی مسؤلیت دی».
همداشان، هغه د هېواد د ټولو زندانونو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې له زندانیانو سره ښه چلند وکړي، هغوی ته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره او د انساني او شرعي حقونو په خویندیتوب کې یې جدي پاملرنه وکړي، څو ټول محبوسین، تورن او محجوزین د سالمو او اصلاح شویو وګړو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره یوځای شي.
په ورته وخت کې، د ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" او د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" هم یادې غونډې ته د وینا په ترڅ کې وویل، اوس په زندانونو کې د تربل هروخت د ښونې او روزنې بهیر چټک، غښتلی او پراخ شوی دی.
 په ورته مهال، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال مولوي اسدالله "مولانا" د یاد کورس برخه والو ته وویل، هیله ده چې په کورس کې د درکړل شويو درسونو له لارې په خپلو چارو کې شته نیمګړتیاوې حل کړئ. 
یاده غونډه، د زندانونو چارو د سمون ادارې د روزنیز او مسلکي کورس دوولسمې دورې دغو (۱۲۲) تنو فارغانو ته د فراغت د سند په توګه د تصدیق پاڼو په ورکړې او د خیر د دعا په کولو سره پایته ورسېده.
هېره دې نه وي، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي پرسونل د ښوونې او روزنې له لارې د هغوی د کاري وړتیا لوړولو لپاره د نوموړو کورسونو لړۍ به په راتلونکې کې هم دوام ولري.

ذوالحجه ۷/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۱۶
Background image

پرسونل و زندانیان زندان ولایت بامیان بعد از یک ماه آموزش درکورس  زیر نام " تعلیم السلام " سند فراغت شانرا بدست آوردند

دراین محفل محترم مولوی عبدالرحیم "احمد" رئیس زندان ولایت بامیان،

مولوی انس "عزیزی" معاون مقام ولایت ، رئیس شورای علما و شماری ازنماینده های ادارات مختلف ولایت بامیان، پرسونل و شماری از. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۴۰
Background image

مسئولان زندان ولایت بدخشان از ترمیم و رنگمالی ساختمان این زندان خبر میدهند

به گفته مسئولان، عرضه خدمات برای زندانیان خود عبادت بشمار میرد ورهبری اداره درین راستا توجه بیشتری را مبذول داشته اند. روی این اصل، مسئولان زندان ولایت بدخشان ترمیم ورنگمالی تعمیر زندان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۴۵
Background image

ولایتي خبرونه: (پروان، خوست، بادغیس) سمینار سه روزی "دینی، عقیدتی و اصلاحی" از سوی ریاست زندان ولایت پروان با هماهنگی اداره فرهنگی تنویر تدویر گردید.

در این سمینار علمای دینی، اساتید پوهنتون ها، شماری از مسئولان ریاست محبس ولایت پروان و زندانیان اشتراک نموده بودند.

محترم مولوی محمد ابراهیم "حقانی" رئیس زندان ولایت پروان گفت: اداره. . .

BACK TO NEWS