د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال غزني ولایت ته په سفر ولاړ

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۱۷:۳۶
معاون نظامی

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او د ادارې د مقام د سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا" په ګډون مل پلاوي غزني ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان له مسوولینو او پرسونل سره وکتل او پر اړوندو موضوعګانو یې بحث او سلامشورې وکړې.
په ورته وخت کې، د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د غزني ولایت د زندان له زندانیانو سره ولیدل او هغوی ورسره د خپلو جرمي دوسیو پروخت څېړلو او د برخلیک روښانه کولو په اړه غوښتنې شریکې کړې، چې د پلاوي مشر ورته د رسېدنې ډاډ ورکړ.
داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر او مل پلاوي یې د دغه زندان امنیتي وضعیت له نږدې وارزاوه او د امنیت لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې توصیې وکړې.
همداشان، پلاوي د غزني له عدلي او قضایي اورګانونو له مسوولینو سره ولیدل او د دغه ولایت د زندان د بندیانو یادې غوښتنې یې ورسره شریکې کړې، چې نوموړو مسوولینو ورته په دې برخه کې ډېر ژر د قانون او اصولو مطابق د زندانیانو دوسیو څېړلو او پرېکړو عملي کولو ژمنه وکړه. 
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري تل هڅه کوي، څو د مرکز او ولایتونو له زندانونو او بندیانو لیدنه وکړي، وضعیت یې وارزوي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

شعبان المعظم ۲۱/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت د زندان له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړله

محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" تېره ورځ هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال د یاد زندان اداري، امنیتي او خدماتي چارې له نږدې وارزولې.

داراز، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

BACK TO NEWS