له ایرانه په درېيمه جوپه کې ۲۰۵ تنه نور افغان بندیان هم راولېږدول او د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې ته وسپارل شول

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۸ - ۱۶:۲۶
انتقال زندان

له ايران سره د اسلامي امارت د هوکړې پربنسټ چې څو ورځې وړاندې وشوه، افغانستان ته له دغه هېواده د افغان بنديانو د رالېږدولو په لړ کې تېره ورځ هم د ۴ ښخينه بنديانو په ګډون (۲۰۵) تنه نور  هغه افغان بندیان، چې د بېلابېلو جرمو په تور نیول شوي او بنديان وو، د هغوی د جرمي دوسیو او بشپړو معلوماتو سره یو ځای د ایراني پلاوي له خوا د افغانستان د اسلامي امارت د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" ته په داسې حال کې، چې په ایران کې د افغانستان د اسلامي امارت د ډيپلوماتيکو او عدلي او قضايي اورګانونو استازو هم شتون درلود، د اسلام کلا بندر له لارې راولېږدول او وسپارل شول.
یادو بندیانو ته د هرات ولايت د زندان او عامې روغتيا رياستونو د طبي پرسونل له خوا د کورونا او نورو ناروغيو د لومړني تشخيص او درملنې لپاره روغتيايي خدمات وړاندې او ورته ځینې خوراکي توکي ورکړل شول. 
تر هغې وروسته نوموړي(۲۰۵) تنه بندیان د هرات ولایت د زندان او د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو او استخباراتو د امنيتي او کشفي موظفینو له خوا د کلکو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې د هرات ولایت زندان ته راولېږدول او دلته ورباندې د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا د وېښتانو مینځلو شامپو، د حمام صابون، د غاښونو کریم او برس، جان پاک او جورابو په ګډون بستې وویشل شوې او ډاډ ورته ورکړل شو، چې په زندان کې به يې د ژوند لپاره نورې مناسبې اسانتیاوې هم برابرې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې دوو ورځو کې د (۷) ښځينه بنديانو په ګډون (۴۶۹) تنه بنديان هم د ايران هېواد له لورې افغان لورې ته وسپارل شول.
د يادونې وړ بولو، چې د ا.ا. اړوند عدلي او قضايي اورګانونه  به د دې رالېږدول شويو بنديانو په اړه د دوی جرمونو ته په کتو، د افغانستان د تقنيني اسنادو او اسلامي شريعت په اساس اصولي او عادلانه پرېکړې کوي.

شعبان المعظم ۱۶/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر رياست
د اطلاعاتو او عامه اړيکو امریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۲۲
Background image

معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها با والی ولایت بغلان دیدار نمود

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم " طارق " معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها طی سفر رسمی که عازم ولایت بغلان گردیده بود، با والی ولایت بغلان دیدار نمود.

در این دیدار والی محترم . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۲۵
Background image

مسئولان اداره تنظیم امورزندانها به منظور بررسی  وضعیت تعیمراتی و امور اداری از زندان و توقیفخانه ولایت جوزجان دیدار نمودند

محترم مولوی کمال الدین "زاهد" رئيس زندان ولایت بلخ، محترم حاجی ملا عبدالله‌جان "بلال"  رئيس تعیمرات اداره تنظیم امور زندانها و محترم داکتر محمد عوض" خپلواک " سکرتر مقام اداره به منظور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۳۶
Background image

مسابقات سه روزه والیبال میان تیم های زندان ولایت بغلان به پایان رسید

محترم مولوی عبدالکریم "نورانی" مدیرنظامی زندان ولایت بغلان گفت: این مسابقات دوستانه میان سه تیم ورزشی زندانیان و پرسونل زندان راه اندازی گردیده بود که تیم پرسونل زندان برنده مسابقات گرد. . .

BACK TO NEWS