پکتیا ته د سترې محکمې له خوا استول شوي پلاوي د دغه ولایت د زندانيانو ستونزې وڅېړلې

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۱ - ۱۱:۳۶
پکتیا

د افغانستان د ا.ا. د سترې محکمې له خوا ټاکل شوي پلاوي پکتیا ته د خپل سفر پرمهال تېره ورځ په داسې حال کې، چې د پکتيا مرستيال والي شېخ انعام الله "صلاح الدين"، د مرافعه محکمې رئيس مفتي عبيدالله "خالد"، د استخباراتو رئيس او د دغه ولایت د زندان رئيس محترم مولوي سهيل "سعيد" هم شتون درلود، د یاد زندان د زندانيانو ستونزې واورېدلې او ژمنه یې وکړه چې په راتلوونکي کې به یې د قانون او اصولو پربنسټ په اړه پرېکړې وکړې. داراز، د پکتيا مرستيال والي شېخ انعام الله صلاح الدين وويل، « له دې څېړنو، ارزونو او لېدنې موخه دا ده، چې په زندان کې له زندنيانو سره وکتل شي، ستونزې يې واورېدل شي او له هغې وروسته ورته رسېدنه وشي». نوموړي زياته کړه، چې یاد پلاوی به لومړی د پکتیا ولایت د زندان د زندانیانو دوسيې وارزوي او ټولې خواوې به يې په کره توګه وڅېړي، که د چا د بند موده بشپړه شوې وي، نو د خلاصون په اړه به یې پرېکړه وکړي او ټول مراحل به يې د محکمو د اصولو په چوکاټ کې تر سره کړي. په ورته وخت کې، د سترې محکمې له خوا ټاکل شوي پلاوي هم د یاد ولایت د زندان له مسوولينو مننه وکړه، چې د زندانيانو هرې ستونزې ته يې پر وخت رسېدنه کړې او د دوی په اړه يې ټول معلومات له اړوندو ادارو سره شريک کړې دي. شعبان المعظم ۹/ ۱۴۴۴ د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت د زندان له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړله

محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" تېره ورځ هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال د یاد زندان اداري، امنیتي او خدماتي چارې له نږدې وارزولې.

داراز، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

BACK TO NEWS