د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه لوړپوړي پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۱۷:۳۰
پالیسی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د ادارې د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او یوشمېر نورو مسوولینو په ګډون یوه پلاوي، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه د لیدنې پرمهال په داسې حال کې، چې د دغې مرکز رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" هم شتون درلود، په یاد مرکز کې د افغانستان له ماشومانو سره د همکارۍ یا اشیانې دفتر له کارکوونکو سره وکتل او هغوی ورته له خپله اړخه د دې مرکز او محجوزینو لپاره د برابروشویو امکاناتو، مرستو او وړاندې شویو خدمتونو په اړه لازم معلومات ورکړل.
نوموړي پلاوي د یادو معلوماتو په اورېدو سره د خوښۍ په څرګندولو د دې مرکز رئیس ته سپارښتنه وکړه چې د اړتیاوو یو لیست ترتیب او ورته وسپاري، څو د ادارې رهبري یې د اشیانې دفتر له مسوولینو سره شریک او پربنسټ یې لازمې همکارۍ جلب کړي.
په ورته وخت کې، پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د روغتیايي کلینیک وضعیت هم وارزاوه او ژمنه یې وکړه، چې د ادارې د بودجې او همکارو موسسو د مالي همکارۍ پرمټ به د کلینیک د طبي توکو اړوند اړتیاوې بشپړې کړي.
داراز، پلاوي د یاد مرکز له پخلنځي هم لیدنه وکړه او مربوطه مسوولینو ته یې د خوړو د پاکوالي او نظافت په پام کې نیولو ته ځیر کړل.
همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ پلاوي د نوموړي مرکز له محجوزینو سره له نږدې ولیدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د مرکز مسوولین متوجه کړل.
داراز، پلاوي د دې مرکز له امنیتي ټاورونو او د محجوزینو ماشومانو د لوبو له ځایه هم لیدنه وکړه او مسوولینو ته یې یادو ماشومانو ته د ښې او خوندي فضا د رامنځته کولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

شعبان المعظم ۸/ ۱۴۴۴    
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۱
Background image

کورس یک ماهه آموزشی برای پرسونل نظامی اداره زندان ولایت بادغیس تدویر گردید.

مسئولان میگویند: به منظور ارتقأی ظرفیت مسلکی، افزایش سطح آگاهی و تقویت مهارت های وظیفوی پرسونل نظامی، کورس آموزشی یک ماهه برای افسران، ساتنمنان و سربازان اداره زندان ولایت بادغیس آغاز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

BACK TO NEWS