د زندانونو امنیتي مرستیالانو، د اوپراسیون امرینو او د ښوونې او روزنې مدیرانو ۷ورځینی مسلکي سیمینار په بریالیتوب سره پایته ورسېد

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۷:۱۴
اعطای تصدیق نامه

دغه سیمینار، چې د افغانستان د ا.ا د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په لارښوونه د ادارې د ښوونې او روزنې ریاست د تعلیمي مرکز قومندانۍ له خوا جوړ شوی و، په کې د ۱۶ ولایتونو د زندانونو امنیتي مرستیالانو او اوپراسیون امرینو او د هېواد د ۳۴ ولایتونو د زندانونو د ښوونې او روزنې مدیرانو په شمول۸۰ تنو برخه لرله. 
په دې اړه د جوړ شوي محفل په ترڅ کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د مقام سلاکار محترم الحاج مولوي اسدالله "مولانا"، د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي"، د تعلیمي مرکز قومندان محترم مولوي حبیب الرحمان "رحماني"، د څرخي پله مرکزي زندان د امنیتي قرارګاه قومندان محترم مولوي شرافت الله "حقاني" او یوشمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو او پرسونل شتون درلود، د یاد سیمینار پر پایته رسېدو خوښي وښوده او د سیمینار له برخه والو څخه یې په ټینګار سره وغوښتل، څو د سیمینار له زده کړو په ګټه اخیستنې د خپلو اړوندو ولایتونو د زندانونو پرسونل ته هم ورته ښوونیز سیمینارونه جوړ کړي.
په ورته وخت کې، د یاد محفل نورو ویناوالو هم د خپلو خبرو پرمهال، د کابل او ولایتونو له زندانونو څخه یاد سمینار ته له راغلیو امنیتي مرستیالانو او اوپراسیون امرینو او د ښوونې او روزنې مدیرانو څخه په کلکه وغوښتل، چې په سیمینار کې له ورکړل شوې زده کړې څخه مثبته ګټه واخلي او په پوره امانتولۍ یې تر نور پرسونل پورې ورسوي.
نوموړی محفل د یاد ۷ورځینی مسلکي سیمینار۸۰ تنو ګډونوالو ته د تصدیق پاڼو په ویشلو سره پایته ورسېد.
د یادولو وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري هڅه کوي، څو د دا ډول ښوونیزو او روزنیزو سیمینارونو لړۍ په راتلونکې کې هم وغځوي.

صفرالمظفر- ۳۰/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS