د خوست په زندان کې د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) سیالۍ د پایلو د اعلان په مناسبت غونډه ترسره شوه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۲۴
خوست

دغه سیالۍ، د یاد ولایت د زندان په هڅو او د الکوثر فکري او فرهنګي ټولنې په همکارۍ د زندانیانو ترمنځ د حضرت محمد مصطفی (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت په اړه ترسره شوې، چې د نوموړي ولایت د زندان (۱۸۹)تنو زندانیانو په کې ګډون کړی و.

د یاد زندان مسوولینو په خبره، د دې سیالۍ موخه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له مبارک سیرت سره د زندانیانو بلدتیا کې زیاتوالی، د دیني او اسلامي معلوماتو پیاوړتیا او د نبوي اخلاقو او لارښوونو د زده‌کړې او عملي کولو هڅونه وه.

په یاده غونډه کې، د خوست ولایت د مرافعې محکمې رئیس محترم مولوي فیض الله "فیاض"، د استخباراتو رئیس محترم الحاج مولوي محمد هاشم "شفیق"، ښاروال محترم حافظ عبدالرشید "عمري"، د اطلاعاتو او فرهنګ محترم رئیس مولوي محمد صابر "صابري"، د عامې روغتیا محترم رئیس محترم مولوي "عکرمه"، د نوموړي زندان امر محترم قاري سمیع الله "مجنون"، قومي مشرانو او د بېلابېلو ادارو استازو ګډون کړی و.

د نوموړي ولایت د زندان امر د یادو مراسمو پرمهال، په خپلو خبرو کې وویل؛ دغه سیالي د زندانیانو ترمنځ د دیني پوهاوي، علمي هڅونې او فکري روزنې په برخه کې یو ارزښتناک ګام یادکړ.

همداراز، ویناوالو د خبرو پرمهال، د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) د زده‌کړې پر ارزښت، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د ژوند د مبارک مسیر پر پېژندلو، د زندانیانو د فکري او اخلاقي اصلاح، د علم او مطالعې پر اهمیت او په ټولنه کې د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا په اړه هر اړخیزې خبرې وکړلې.

همداشان، ویناوالو د دې ډول علمي او فرهنګي پروګرامونو ترسره کول د زندانیانو د فکري روزنې، مثبت بدلون او اصلاح لپاره مهم ګام وباله او د دا ډول ګټورو فعالیتونو پر دوام یې ټینګار وکړ.

په پای کې،  د سیالۍ له ګډونوالو څخه (۱۶) تنه مخکښ او غوره ګډونوال وپېژندل شول، چې له ډلې یې لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو ته د الفجر ساعتونه او پاتې (۱۳) تنو غوره ګډونوالو ته ساعتونه د ډالیو په توګه ورکړل شول.

 

جمادي الاخر ۱/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۴:۵۶
Background image

دومین ورکشاپ سه روزه، به منظور ایجاد پلان جامع جهت آمادگی برای حالات اضطراری، از سوی اداره تنظیم امور زندان ها به همکاری اداره صلیب سرخ راه اندازی گردید

به گفته مسئولان، این ورکشاپ به تعقیب برنامه‌های قبلی، به منظور تهیه پلان جامع و کارا، بخاطر آمادگی در حالات اضطراری، تدویر یافته است.

در این ورکشاپ محترم الحاج قاری محمد بلال "فاتح ". . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۳:۴۴
Background image

دفتر صلیب سرخ درکابل، برای محبوسین  توقیف خانه های این ولایت  کمکهای زمستانی نمود

این مساعدتها که به سعی تلاش ریاست برنامه های اقتصادی و ستراتیژیک اداره تنظیم امورزندان ها جذب گردیده، شامل لوازم زمستانی، مواد بهداشتی و مواد حفظ الصحه میباشد.

به گفته مسئولان، این. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۴:۵۹
Background image

"۸۲۲" تن زندانی از صنوف تعلیمی وتربیتی " حفظ قرانکریم، ناظره، سواد آموزی و حرفه " سند فراغت شانرا بدست آوردند

دراین محفل محترم مولوی عبدالکریم "جهادیار" رئیس عمومی اداره تنظیم امور زندان ها، محترم الحاج  قاری محمد بلال "فاتح" معاون پالیسی و مسلکی، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان. . .

BACK TO NEWS