ولایتي خبرونه: (لوګر، میدان وردګ) د لوګر ولایت د زندان کارکوونکو لپاره درې ورځنی روغتیايي سمینار پیل شو
د لوګر ولایت د زندان د صحي برخې کارکوونکو له لوري د یاد زندان د ملکي او نظامي کارکوونکو لپاره د عامه پوهاوي او روغتیايي معلوماتو د کچې لوړولو په موخه درې ورځنی سمینار پیل شو.
د سمینار په پیل کې، د زندان امر محترم مولوي حمید الله "حیدري" د روغتیايي پوهاوي پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د روغتیايي معلوماتو ترلاسه کول د ناروغیو د مخنیوي، د شخصي او چاپېریالي حفظ الصحې د مراعاتولو او د سالم کاري چاپېریال په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
میدان وردګ:
د میدان وردګو ولایت د زندان جومات لا نور هم ښکلی او مزین شو
د یاد اقدام موخه د جومات د ښکلا او معنوي فضا پیاوړتیا، د لمونځ کوونکو لپاره د مناسب او ارام چاپېریال برابرول او د دیني مراسمو د ترسره کولو لپاره د غوره شرایطو رامنځته کول دي.
د دغه زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" وایي، د جوماتونو ښکلا، پاکوالي او سمبالښت ته پاملرنه د دیني ارزښتونو د درناوي ترڅنګ د عبادت کوونکو د هوساینې او د دیني فعالیتونو د ښه ترسره کېدو لپاره ځانګړی اهمیت لري.
جمادي الاول ۲۰/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
