د غزني ولایت په زندان کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی سمینار پای ته ورسېد
د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" په خبره، د دغه سمینار موخه د کارکوونکو د مسلکي پوهې او تجربو لوړول، د کاري چارو د کیفیت ښهوالی او د ورسپارل شویو دندو په ترسره کولو کې د هغوی د وړتیاوو پیاوړتیا وه.
د دغه سمینار په ترڅ کې ګډونوالو ته د اړوندو موضوعاتو په اړه روزنیز معلومات وړاندې شول، څو وکولای شي خپلې دندې په لا ښه، مسلکي او اغېزمن ډول ترسره کړي.
جمادي الاول ۳/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
